زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-04  |  2024-09-08  |  تازه شوی په: 2024/09/07 - 04:09:3 FA | AR | PS | EN
سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي             د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی             یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ             تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي             کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی             افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي             چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي             د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ             پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده             د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک             ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو             د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل             په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت             د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي             په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي            

تاريخ النشر: 2024/06/26 - 04:10:0
زيارة: 215
مشاركة مع الـأصدقاء

سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
 سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي

انصار: (دچنګاښ۶مه)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پنجشنبه سهار وختي د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخ کېږي.

افغانستان او جنوبي افریقا تر دې مخکې دوه وار په شل اووریزو لوبو کې سره مخ شوي چې دواړه یې افریقا ګټلي دي.

یو وار د ۲۰۱۰م کال په نړیوال جام او بل وار د ۲۰۱۶م کال په نړیوال جام کې.

خو اوس وخت او کیسه بدله ده.

د افغانستان ټیم د اسټرالیا په څېر د نړۍ داسې ټیمونه مات کړي چې ځان یې د نړیوال جام حقدار باله.

د افغانستان ټيم په ګروپي دور کې د درېیو ټیمونو پاپوا نیوګیني، یوګاندا او نیوزیلینډ او په اتو غوره پړاو کې د اسټرالیا او بنګله‌دېش ټیمونه مات کړل څو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

د افغان لوبډلې کپټان راشدخان د بنګله‌دېش تر ماتولو وروسته په یوه کنفرانس کې وویل، دا د افغانستان حق وو چې نیمه پایلوبو کې شامل شي.

خان ویلي: "په دې ټورنمنټ کې تر دې دمه چې څنګه لوبې موږ کړي زه فکر کوم موږ یې مستحق یو چې په سیمي فاینل کې ووسو. داسې چې هر یو خپل مسوولیت اخیست او د ټیم لپاره یې تر ټولو ښه لوبه کوله. زه نه پوهېږم چې خوشالۍ مې څنګه اظهار کړم، خو دا زموږ لپاره د یوه ټيم او یوه ملت په توګه واقعاً لویه لاسته راوړنه ده. زه نیمه پایلوبې ته سترګې په لار یم."

راشدخان بیا ومنله چې د بنګله‌دېش په وړاندې لوبه کې څه اندازه منډې کمې وشوې، خو ډاډ یې ورکړ چې لوبغاړي د لوبې شرایطو ته په کتو خپله پوره خواري کوي چې د ټیم په ګټه کار وکړي.

د افغانستان لوبه پنجشنبه د جون اوه ویشتمه د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو پیلېږي.

افغانستان به له جنوبي افریقا سره د ترینداد په تروبا لوبغالي کې مخ شي هغه سټډيوم چې په ګروپي دور کې افغان لوبډلې پاپوا نیو ګیني ټیم ته په‌کې ماته ورکړې وه.

د جنوبي افریقا ټيم که څه هم د نړۍ له خورا تکړه ټیمونو حسابېږي او د شل اووریز فارمټ ځینې لوبغاړي یې لکه ډېوېډ میلر، کوینټن ډیکاک، ایډن مارکرم، کیګوسو ربادا نړیوال شهرت لري، خو بیا هم د افغانستان د ټيم په وړاندې له لویې ازموینې سره مخ دی.

د جنوبي افریقا ټيم په سږني نړیوال جام کې ځینې داسې لوبې وګټلې چې تفاوت یې ډېر کم و.

یادې لوبډلې نیپال ته د ۱۱۵ منډو ټيټ هدف ورکړی او یواځې په یوه منډه یې لوبه وګټله.

د امریکا او انګلستان په وړاندې هم د افریقا د ټيم لوبې حساسې وې.

خو د جنوبي افریقا د ټیم کپټان ایډين مارکرم ویلي، ټيم یې نیمه پایلوبې ته چمتو دی او هر لوبغاړی به تر خپلې وسې د ښې او تېرو لوبو څخه متفاوته لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف بیا وایي، په ټیم یې باوري دی چې کولای شي فاینل ته لار پیدا کړي.

د اشرف خبرې کرکټ بورډ فېسبوک باندې خپرې کړي دي.

اشرف وویل: "لوبغاړو ډېر زحمت وایست، افغانستان ته یې ویاړ راووړ. په خپلو مټو یې قوي لوبډلې ووهلې او بلاخره تر سیمي فاینل ته ورسېدل. لکه څنګه چې دوی لوبه وکړه او څنګه چې د دوی عظم او اراده ده په هغه جذبې سره چې لوبه وکړي انشاالله فاینل ته هم وتلی شو."

افغانستان د کرکټ ملي ټيم لومړی وار په ۲۰۱۰م کال کې د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې شامل شو او اوس په ۱۴ کلونو کې د شل اووریز فارمټ له غښتلیو ټیمونو شمېرل کېږي.

سیمي فاینل ته په وتلو د نړۍ له ګوټ ګوټه افغانانو او د کرکټ مینه‌والو د افغانستان ټیم ته مبارکي ویلې او د لوبغاړو وړتیاوې یې ستایلي دي.

په تر ټولو جالبه بیان کې د ګایانا ولسمشر ډاکتر عرفان علي چې د نړیوال جام ځینې لوبې هلته هم وشوې په خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې "موږ باید نړیوال جام دغو لوبغاړو ته ورکړو."

عرفان مخکې هم څو واره د افغان ټيم د ستایلو لپاره له هغوی سره لیدلي دي.

د نړۍ د کرکټ پېژندل شوي پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر هم ویلي چې نیمه پایلوبو ته د افغان ټيم د وتلو سفر چې په‌کې د نیوزیلینډ او اسټرالیا په څېر ټيمونو ماتول شامل وو فوق العاده وو.

هغه ویلي، "بریا مو د سخت کار او قاطعیت نتیجه ده او د ویاړ ځای دی."

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32218






*
*

*



قرأ

«جې شاه» د هند کرکټ بورډ مشر د کرکټ نړیوالې شورا مشر کېږي


نن کابل کې د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ پیليږي


د شپږیزې نهم پړاو لوبډلې او لوبغاړي اعلان شو


د افغانستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لوبه کوي


ویسټ انډيز، هند، سویلي افریقا او استرالیا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه


شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلینډ ته په لومړي ځل ماتې ورکړه


افغانستان په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته ستره ماته ورکړه


د شل اوریز نړېوال جام پیل؛ امریکا لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه


آی‌پي‌ایل؛ پایلوبه د کلکتې او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي


د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي


سن رایزر حیدراباد ټیم د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ


کلکتې لوبډلې د مجیب‌الرحمن پر ځای الله محمد غضنفر اخیستی


د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ کرېکټ لوبه نن پیلیژی


افغانستان او سریلانکا نن دویمه لوبه کوي


افغانستان او هند نن دویمه شل اوریزه لوبه کوي


افغان لوبډله نن ماښام له هند سره لوبه کوي


د کرکټ لوبډلې د روزونکي تړون وغځول شو


’شاهرخ‌ خان’ رحمان الله ګوربز ته: د نړیوال جام لوبو کې یې پر لیدو خوښ یم


افغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي


په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره باید څه وشي؟


نن د افغانستان او سریلانکان ترمنځ تمریناتي لوبه ترسره کېږي


د افغان ښځو والیبال لوبډله له قزاقستان سره لوبه کوي


د کرکټ ملي لوبډله هند ته ورسېده





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان